
اعتراف
هجرت الله اختيار

د واشنګټن پوسټ شعار دی، ((ډيموکراسي په تياره کې مړه کېږي!)). د دې شعار موخه د ډيموکراټيکو نظامونو د روڼتيا، حسابورکونې، او مسووليت منلو ځانګړنې برجسته کول دي. دا ټولې ځانګړنې د بيان او رسنيو په آزادۍ پورې تړلي دي. څومره چې په يو ډيموکراټيک نظام کې د بيان او رسنيو آزادي پیاوړې وي، په هماغه اندازه به ډيموکراسي فعاله، ژوندۍ او تکړه اوسي. څومره چې په يوې ټولنه کې د بيان او رسنيو آزادي محدودېږي، هلته به د ډيموکراسۍ رنګ ورځ تر بلې زېړېږي، وینه به په کې وچېږي او کله چې د بيان او رسنيو د آزادۍ مشال مړ کېږي، او تياره هر څه او هر ګوټ په خپل وجود کې رانغاړي، نو ډيموکراسي به هم ساه ورکوي او سترګې به پټوي. روڼتيا، حسابورکونه، د قانون حاکميت، بشري حقونه، د بيان او رسنيو آزادي او ... ګڼ هغه ارزښتونه دي (يا هغه ارزښتونه وو) چې ډيموکراسي به پرې له نازه کږه روانه ده (يا به پرې له نازه کږه روانه وه). دا ټول ارزښتونه له لويديځه نورې نړۍ ته ورمعرفي کېږي (يا کېدل) او ورته تعريفېږي، يا (تعريفېدل). په نوره نړۍ کې (په ځانګړې توګه په ختيزه نړۍ کې) ډېرو خلکو د لويديځ د دغو ارزښتونو معرفت او تعريف ته په ښه سترګه نه ګوري (کتل) (او هغوی د ځان لپاره ګڼل دلايل لري (يا یې هم درلودل)؛ خو بيا هم لويديځ داسې ښودله چې ګنې خپلې ټولنې یې د همدې لېبرال ډيموکراسۍ د ارزښتونو پر بنسټ ودرولي دي او په اقتصادي لحاظ یې د سوکاله ژوند پوړيو ته رسولې دي، خو داسې ښکاري چې لويديځ نور دا ترانه نه زمزمه کوي او داسې ښکاري چې په اصطلاح ډيموکراسي د دوی په خپل کور کې ساه ورکړي او د واشنګټن پوسټ په اصطلاح يوه ناډيموکراټيکه تياره پر دې ټولنو راخپره ده، يا پرې راخپرېږي.
د متحده ايالاتو د Freedom House په نوم د يو غير انتفاعي بنسټ د څېړنو له مخې لېبرال ډيموکراسي په ټوله نړۍ کې له ۱۹۷۴ز کال څخه تر ۲۰۰۰ز کال پورې د سياسي او مدني آزاديو د تحقق په برخه کې ډېر ښه د پرمختګ په حال کې وه، خو له ۲۰۰۰ز کال راهيسې آن تر ۲۰۲۱ز کال پورې ډېره په چټکۍ د راغورځېدا په حال کې ده. ياد بنسټ ډيموکراټيکه راغورځېدنه په هغو ټولنو کې نه ده ارزولې چې په سياسي اصطلاح ناډيموکراټيکې ټولنې ګڼل کېږي، بلکې په هغو ټولنو کې یې ارزولې ده چې ځانونه د ډيموکراټيکو ارزښتونو ساتونکي ګڼي. د دې ډيموکراټيکې راغورځېدنې يو لوی لامل خپله د واکمنانو له ډيموکراټيکو صلاحيتونو څخه ناوړه استفاده ده. په دې مانا چې په لېبرال ډيموکراټو ټولنو کې په ډيموکراټيکه توګه ټاکل شويو مشرانو بېرته پر هغو بنسټونو وربلوسلي دي چې د لېبرال ډيموکراټيکو ارزښتونو ساتندويان ګڼل کېدل (يا ګڼل کېږي) او دې ټولو مشرانو له خپلو ډيموکراټيکو مشروع صلاحيتونو څخه په استفادې دا کار کړی دی. د ټاکنو له لارې ټاکل شويو مشرانو پر محاکمو او د محاکمو پر صلاحيتونو ګوزار کړی دی، پر رسنيو او ژورناليستانو یې وربلوسلې دي، د پارلمان په صلاحيتونو کې یې مداخله کړې ده او تر ټولو جالبه دا چې د ډيموکراسۍ پر بنسټ (سياسي ګوندونو او حلقو) یې هم پښې ايښي دي، او له دې هم تر ټولو جالبه چې د خلکو په رايو یې هم ملنډې وهلې دي. په پوهنتون کې به د تدريس پر مهال ما له ډيموکراسۍ او ډيموکراټيکو مشروع صلاحيتونو څخه د ناوړه استفادې حالت ته د ((ډيموکراټيکه ديکتاتوري)) اصطلاح کاروله.
اسراييلی تاريخپوه نوح هراري وايي: د ډيموکراسۍ يوازينۍ ښېګڼه دا ده چې د يو نظام په توګه په خپله د خپل ځان د اصلاح توانايي لري. د ډيموکراسۍ اساسي اصل دا دی چې خلک د يوې معلومې مودې لپاره واک یو چا ته ورکوي او په همدې معلومه موده کې واکمن صلاحيت لري چې هر ډول پاليسي جوړوي. که چېرې خلک درک کړي چې واک یې يو ناوړ کس ته سپارلی دی، نو د هماغې معلومې مودې د پای ته رسېدو سره سم، کله چې واک بېرته له واکمن څخه خلکو ته ستنېږي، نو خلک وايي: هو، موږ تېر ځل تېروتنه کړې وه، راځئ چې دا ځل پر يو بل متفاوت انتخاب فکر وکړو. د هغه په اند همدا د ډيموکراسۍ ښېګڼه ده چې په. ديکتاتورۍ کې نشته. که چېرې ديکتاتور يو ځل واک تر لاسه کړي، نو بېرته یې خلکو ته نه ورکوي او نه خلک دا فرصت لري چې وخت په وخت پر متفاوتو اپشنونو باندې فکر وکړي. د نوموړي په اند که چېرې په ډيموکراټيکه توګه ټاکل شوي مشران د ډيموکراسۍ پر ياد شوي بنسټيز اصل ((چې واک دې له معلومې مودې وروسته بېرته خلکو ته وسپاري چې خلک بل څوک د واکمن په توګه انتخاب کړي)) تر پښو لاندې کوي او واک بېرته خلکو ته نه سپاري، نو ډيموکراسي مړه وګڼئ. نوموړی همدارنګه وايي چې ډيموکراسي له کلونو کلونو راهيسې د خلکو تر منځ د بحث او مباحثې په مفهوم ژوندۍ ده. تر هغې چې د خلکو تر منځ بحث او مباحثه، ويل او اورېدل موجود وي او په نتيجه کې یې خلک وکولای شي چې په ځينو ابتدايي حقايقو (Basic Facts) باندې له يو بل سره توافق ته ورسېږي، نو ډيموکراسي به ژوندۍ وي. خو نوموړی وېره څرګندوي چې اوسمهال د مصنوعي ځيرکتيا او د ټيکنالوژۍ د پرمختګ سره د خلکو تر منځ د بحث او مباحثې، ويلو او اورېدلو امکانات مخ په کمېدو دی او په نتيجه کې خلک نه توانېږي چې په ډېرو ابتدايي شيانو سره توافق ته ورسېږي، له همدې ځايه د ډيموکراسۍ زوال پيلېږي.
د ټاکوونکې مرجع او د سياسي قدرت د مالکيت په لحاظ د نړۍ سياسي نظامونه په درېوو چوکاټونو کې ايښودل کېدای شي. لومړنی ډول یې هغه سياسي نظام دی چې واکمن شخص خپله خپل ځان ټاکلی وي او ټول سياسي قدرت یې په خپل لاس کې نيولی وي. مانا د يو شخص اراده او غوښتنه په ټولو خلکو عملي کېږي. دا شخص تر ټولو زورور شخص وي او پر وړاندې یې هېڅوک د ودرېدا توان نه لري. دې ډول سياسي نظام ته ديکتاتوري وايي. دويم ډول سياسي نظام هغه دی چې د يو شخص پر ځای يوې ډلې د هېواد ټول سیاسي قدرت په لاس کې نیولی وي او هره روا او ناروا د ډلې د خوښې او ناخوښې پر بنسټ ټاکل کېږي. ډله او د ډلې غړي هر څه کولای شي او د هر څه صلاحيت لري، خو هغوی چې له ډلې بېرون دي، له هر څه محروم وي او د هېڅ ويلو صلاحيت هم نه لري. له ډلې بېرون خلک، رسنۍ او ... پر ډلې کوم اغېز نه لري. دې ډول سياسي نظام ته توتاليتر نظام وايي. د سياسي نظام درېیم ډول هغه دی چې ټول خلک د رایوو له مخې په سياسي قدرت کې شامل وي. خلک په دوه ډولونو د سياسي قدرت په شکل ګيرۍ کې شاملېږي. يو ډول هغه خلک دي چې د کارولې رایې پر بنسټ یې شخص يا ډله واک ته رسېدلې ده، بل ډول هغه خلک دي چې د کارولې رایې پر بنسټ یې شخص يا ډله واک ته نه ده رسېدلې، يانې هغه چا ته یې چې رايه کارولې ده، هغه شخص يا ډله ناکامه شوې ده او انتخابات یې بايللي دي. خو بيا هم دوی د سياسي قدرت په شکلګيرۍ کې شامل دي. دې ډول سیاسي نظام ته ډيموکراسي وايي.
اوسمهال په ډېرو هېوادونو کې ستونزه د سياسي قدرت د بڼې نه ده، بلکې اساسي ستونزه د ډيموکراټيکو ارزښتونو ده. ډيموکراټيک ارزښتونه عبارت دي له: عامه ټاکنې، د قانون حاکميت، د خلکو د بنسټيزو حقونو او آزاديو ساتنه، د بيان او رسنيو آزادي، او خلک د سياسي قدرت د اصلي مرجع په توګه منل. که څه هم په ډېرو ډيموکراټيکو هېوادونو کې لا هم ټاکنې کېږي، خلک رايه ورکوي، خو د ټاکنو پايلو منلو ته په اسانۍ غاړه نه ايښودل کېږي. اوس هم په اکثرو هېوادونو کې د قانون د حاکميت ادعا کېږي، خو د قانون له موادو څخه مشران او ډلې خپل ځانګړی تفسير او تعبير اخلي. د خلکو د بنسټيزو حقونو او آزاديو د ساتنې په پار پر خلکو داسې محدودیتونه وضعه کېږي چې بېرته د خلکو بنسټيز حقونه او آزادۍ محدودوي. د بيان او رسنيو د آزادۍ مسئله دومره ځپل کېږي او ځپل شوې ده چې ډېرو رسنيو او ژورناليستانو ته د ساه اخيستلو فرصت هم نه ورکول کېږي.
ستونزه د دې هم نه ده چې په ډيموکراټيکه بڼه او يا هم به ناډيموکراټيکه بڼه پر خلکو واکمن اشخاص د ډيموکراسۍ بنسټونه نړوي، د خلکو تر منځ د افهام و تفهيم موجوده لارې تړي، بلکې تر ټولو ژوره ستونزه دا ده چې په زیاترو هېوادونو او ټولنو کې خلک د ډيموکراسۍ ځپونکيو مشرانو تر شا ولاړ دي. خلک هغه څه ته خوشحالېږي او په اصطلاح لاسونه ورته پړکوي چې له امله یې د همدغو خلکو د بنسټيز حقونه محدودېږي. داسې ښکاري لکه خلک چې په خپله د خپل ځان او د خپلو بنسټيزو حقونو پر خلاف راپورته شوي وي. لکه ډيموکراسي چې خلکو په خپله خوښه او په خوشحالۍ زندۍ کړي وي. لکه خلک چې نه غواړي چې يو بل سره بحث او مباحثه ولري، لکه خلک چې نه غواړي څه ووايي او نه غواړي چې څه واوري.
دا چې په زياترو هېوادونو او ټولنو کې ډيموکراټيک ارزښتونه د لېبرال ډيموکراسۍ تر مستقيم او نامستقيم اغېز او سيوري لاندې دومره قوي شوي دي چې نړول او له منځه وړل یې یې د څو کلونو او څو مشرانو د وس خبره نه ده. په همدې خاطر په نړيواله سطحه د ناروغې ډيموکراسۍ نښې نښانې ډېرې ښکاره او محسوسې نه دي، خو که هر څه همدغسې روان وي، نو اسانه نه ده چې ډيموکراسي دې له دې مزمنې ناروغۍ څخه ورغېږي.