top of page

مذاکره؛

د خبرو جګړه!

نړيوال او سيمه ييز سياست د دولتونو ترمنځ د قدرت د سيالۍ، ګټو او ډېرو ګټو تر لاسه کولو يوه زمينه ده. دولتونه کې جګړه کوي، که مذاکره او سوله، نو د خپل قدرت د ښودنې، لا ډېروالي، ډېروالي، يا هم ساتنې په پار یې کوي. که يو دولت پر بل دولت يرغل کوي او که د بل دولت د يرغل په مقابل کې دفاع، قدرت پکې اصلي محور دی. ښايي د دوو په جګړه کې ښکېلو يا هم جګړې ته اماده دولتونو څخه هر يو یې د خپل ځان لپاره بېلابېل دلايل او بېلابېلې وسيلې وکاروي چې په جګړه کې خپله ښکېلتیا او يا هم پر خپل موقف ودرېدا پر حقه وښيي؛ خو په مجموع کې هر دولت د قدرت او ګټو (چې ګټې خپله د قدرت برخه ده) لپاره جګړه کوي.

دولتونه د قدرت او ګټو لپاره يوازې جګړه نه، بلکې مذاکره هم د قدرت او ګټو د تر لاسه کولو يا ساتلو لپاره کوي. په نړيوالو اړيکو کې سياسي مذاکره يو انتخاب نه دی، بلکې يو لازمي امر دی. د دوو دولتونو ترمنځ سياسي مذاکره کوونکي د دوو متاخصمو درېځونو څخه يو داسې درېځ ته قدم په قدم د تګ هڅه کوي چې د دواړو لوريو لپاره د منلو وړ وي او دواړه لوري په کې د خپل قدرت خونديتوب او ګټې وويني. په همدې خاطر مذاکره کوونکي بايده دي چې لږ تر لږه د مذاکرې صلاحيتلرونکي وي، يا بايده دي چې ورته معلومه وي چې پر کومو موضوعاتو مذاکره کولای شي. د دې تر څنګ مذاکره کوونکي بايده دي پر دې هم پوه اوسي چې په قانوني لحاظ او د موقف په لحاظ پر کومو مسايلو د پرېکړې صلاحيت لري او پر کومو نه! پر دې سربېره،‌ مذاکره کوونکيو ته ښايي پر دې ځان ښه اګاه کړي چې د مذاکرې اصلي او فرعي موضوعات کوم دي؟ په اصلي موضوع کې د اختلاف ټکي کوم دي او د اختلاف عیني او ضمني عوامل څه دي چې له امله یې اختلاف رامنځته شوی دی. پکار ده چې دواړه لوري په ماضي او حال کې يو د بل د دريځونو او له خپلو دريځونو څخه د دفاع لپاره ارايه شوي استدلال باندې هم ځان پوه کړي.

اماده ګي، د معلوماتو تبادله، چنه وهل، او پايلې ته رسېدل د مذاکرې مهم پړاوونه دي. دمخه ياد شوي ټکي چې د مذاکرې دواړه لوري دمخه تر دې چې مذاکرې ته داخل شي، بايد ځان پرې پوه کړي، د اماده ګۍ پړاو دی. کله چې د مذاکرې دواړو لوريو په اصطلاح ځانونه ښه ملايان کړل، له هغې وروسته مذاکرې ته داخلېږي. د مذاکرې پر مهال لومړی کار پر يوې اجنډا او د مذاکرې د جريان او پرمخ بيولو پر اصولو توافق دی. د بېلګې په توګه دواړه لوري توافق کوي چې پر کومو موضوعاتو به بحثونه کېږي او پر کومو به نه کېږي؟ د وخت په اړه هم توافق کوي، يو بل ته د معلوماتو او اسنادو د ارايه کولو په ډول هم توافق ته سره رسېږي. پر دې سربېره پر دې هم توافق کوي چې رسنيو او عامو خلکو سره به د مذاکرې په جريان کې د مذاکرې د پرمختګ او تر بحث لاندې موادو او موضوعاتو په اړه معلومات شريکېږي او کنه؟ که شريکېږي، نو په څه ډول به شريکېږي؟ او څوک به یې شريکوي؟ له لومړنيو توافقاتو څخه وروسته د اجنډا مطابق هر لوری له مقابل لوري سره د مذاکرې وړ موضوع په اړه خپل دريځ او د دريځ په اړه استدلال شريکوي. د دريځ او د دريځ‌په اړه د استدلال مطرح کول هم ښايي د مخکيني توافق سره سم وشي. د بېلګې په توګه که توافق پر دې شوی وي چې اول هغه ټکي شريک شي چې د دواړو لوريو پر مخالفت دی، يا هم کېدای شي توافق پر دې شوی وي چې هغه ټکي شريک شي چې دواړه لوري پرې توافق لري او د دواړو لوريو ګډې ګټې ورسره تړلي دي. ورپسې هغه ټکي مطرح کېږي چې هر لوری غواړي ورته ورسېږي، يا یې تر لاسه کړي. په دې برخه کې هم هر لوری کولای شي له مخکيني توافق سره سم د خپلو غوښتنو تر شا استدلال چې په کې اسناد او شواهد هم شامل دي، مطرح او وړاندې کړي. یانې هر لوری مقابل لوري ته ښکاره کوي چې ولې دا غوښتنه لري او د دې غوښتنې په تر لاسه کولو کې یې کومې ګټې مطرح دي. د دې پړاو تر ټولو مهم شرط دا دی، يا بايد دا وي چې هر لوری بايد د مقابل لوري غوښتنې په سړه سينه واوري، استدلال ته یې غوږ ونيسي، اسناد او شواهد یې په دقت وګوري او هېڅ لوری بايد هڅه ونه کړي چې د مقابل لوري غوښتنې له يوې مخې رد کړي، استدلال یې کمزوری يا بې منطقه ښکاره کړي او پر اسنادو او شواهدو یې د بطلان کرښه راکاږي. بايده دي چې دواړو لوريو دمخه پر دې توافق کړی وي چې يو د بل په مقابل کې به داسې نه کوي. هو،‌ هر لوری که وغواړي ياداشتونه واخلي، اخيستلی یې شي. د دې پړاو تر ټولو مهم شرط سړه سینه،‌ حوصله، غوږ نيول او د خپلو انفرادي يا ملي احساساتو مديریت کول دي.‌

کله چې د دواړو لوريو غوښتنې مطرح شوې، استدلال مطرح شو، اسناد او شواهد مطرح شول، نو له دې وروسته اصلي مذاکره پیل کېږي.‌ په دې مانا چې دواړه لوري بايد د مخکيني توافق پر بنسټ د خپلو ياداشتونو له مخې قدم په قدم چنه وهل پيل کړي. معمولاً توافق پر دې کېږي چې چنه وهل به له هغو ټکيو پیلېږي چې نسبتاً د کم اهميت درلودونکي وي او قدم په قدم به هغو ټکيو ته ځي چې نسبتاً د ډېر اهميت درلودونکي وي.‌ دواړه لوري بايده دي چې پر دې له مخکې نه پوه وي چې دوی مذاکره کوي،‌ نه جګړه. د دواړو لوريو بايد سر خلاص وي چې دوی د استدلال، خبرو او منطق جګړه پر مخ بيايي چې خپلې ګټې پرې وګټي، خو دا د جګړې خبرې نه دي، بلکې د خبرو جګړه ده.‌ دواړه لوري بايد پوه وي چې دوی د شطرنج لوبې ته ناست دي او ذهناً بايد دې ته اماده وي چې که يو څه تر لاسه کوي، نو يو څه بايد له لاسه هم ورکړي. معمولاً مذاکره د صفر د حاصل لوبه (Zero sum gam) نه ده. که کوم مذاکره کوونکی د څه تر لاسه کولو لپاره څه له لاسه ورکولو ته اماده نه وي،‌ هغه پیاوړی مذاکر کوونکی نه ګڼل کېږي. په دې پړاو کې تر ټولو مهم شرط دا دی چې دواړه لوري بايد په واضحو ټکيو هغه ټکي ياداشت کړي چې توافق پرې کوي او هر لوری بايد له بل لوري سره خپل ياداشتونه شريک کړي، البته هغه ياداشتونه چې د توافقاتو په اړه یې اخيستي دي. که د توافقاتو پر ياداشتونو د دواړو لوريو د پلاوو د مشرانو لاسليکونه هم واخيستل شي، نو د پای عمومي توافق ته ښه زمينه برابروي.

د مذاکرې وروستی پړاو عمومي توافق دی. د عمومي توافق لپاره پر کوچنيو ټکيو شوي توافقات سره متحد کېږي او يوه واحده توافقنامه ترې جوړېږي. د دې لپاره چې په وروستي پړاو کې هم دواړه لوري سره همغږي مخې ته لاړ شي، د عمومي‌ توافق متن له يو بل سره شريکېږي او هر لوري ته سپارښتنه کېږي چې په دقت یې ولولي. په دې پړاو کې هر لوری عمومي توافقليک چې وروسته به د پلاوو لوړ پوړي چارواکي لاسليک کوي له خپلو هغو یاداشتونو سره پرتله کوي چې د مقابل لوري لاسليک یې په کې اخيستی دی. که احیاناً په عمومي توافق کې د توافقاتو د نقاطو په پرتله کوم کمی يا زیاتی موجود وي،‌ نو هر لوری کولای شي چې له مقابل لوري سره پرې استدلال او بحث وکړي او خپل پخواني ياداشتونه وروښيي. عمومي او وروستی توافقلیک د دواړو لوريو له خوا لاسليک کېږي او که موافقه موجوده وي،‌ نو رسنيو، درېیمګړي، يا هم نړيوالو بنسټونو ته یې هم کاپيانې استول کېږي.

دا چې سياسي مذاکرې د جدي اختلافاتو او داسې پېچلو مسايلو په اړه کېږي چې هر لوری د نورو په ګټه کې خپل زيان ويني او هر لوری نه غواړي چې زیان ته غاړه کېږدي. هر لوری هڅه کوي چې يوازې او يوازې ګټه تر لاسه کړي، نو په دې صورت کې سياسي مذاکره د وخت په لحاظ شونې ده په بېلابېلو مرحلو کې تر سره شي. مذاکره کوونکي بايد د وخت او حوصلې درلودونکي وي، او اهسته اهسته له اعتمادجوړونې نه وروسته له مقابل لوري سره د همکار په توګه چلن وکړي او بالاخره پر يو ګډ تفاهم هوکړه وکړي. د مذاکرو د ناکاميو بېلابېل عوامل وي، خو يو محسوس عامل یې دا دی چې زياتره مهال مذاکره کوونکي د اختلاف پر اصلي ټکيو بحث او خبرې پيلوي. د اختلاف اصلي ټکي دواړو لوريو ته ځانګړی اهميت لري او د خاص حساسيت له امله هېڅ لوری د بل مخالفه غوښتنه نه شي اورېدلی او زغملی. د مذاکراتو د ناکامۍ يو بل لوی عامل د وخت ناسم مديریت او د وخت ضياع هم ده.‌ مذاکره د ډيپلوماسۍ او نړيوالو اړيکو يو مهم او تر ټولو جالب بحث دی. هر کله چې مذاکره، خبرې اترې، بحث او مباحثه او په کُل کې ډيپلوماسي ناکامېږي، نو دولتونه سره جګړې ته کېوزي. تر هغې چې مذاکره او خبرې اترې روانې وي، تر هغې چې د مذاکرې او ډيپلوماسۍ امکان وي، نو دولتونه يو د بل په مقابل کې د زور او وسلو کارولو ته لاس نه کوي. مذاکره په يو ډول د خبرو جګړه ده، په دې مانا هغه قدرت، ګټه يا غوښتنه چې يو دولت یې د جګړې له لارې تر لاسه کول غواړي، د خبرو او پياوړو خبرو له لارې یې تر لاسه کولای شي. که مذاکره د خبرو د جګړې پر ځای د جګړې خبرې شي، بيا هم له عملي جګړې څخه غوره ده.‌

bottom of page