top of page

ړنده هېوادپالنه!

د روان کال د اپرېل پر ۳۰مه نېټه د لندن په واټرلو سيمه کې يوه مجسمه په يو واټ کې نندارې ته وړاندې شوه. دا مجسمه د بنکسي په مستعار نوم يو مسجمه جوړونکي او انځورګر جوړه کړې ده. بنکسي له ۱۹۹۰ز کال راهيسې د لندن په واټونو د انځورګرۍ او مجسمه جوړونې له لارې خپل سياسي فکر د نقد او طنز به بڼه بيانوي. بنکسي دې مجسمې ته (ړنده هېوادپالنه) نوم ورکړی دی. مجسمه د يو داسې سړي ده چې لوکسه دريشي یې اغوستې ده او مخ پر وړاندې د ګام اخيستو په حال کې دی. سړي په لاس کې يو تور ايره يي بېرغ نيولی دی، خو پر بيرغ نه کومه نښه شته او نه هم ليکل. بيرغ د سړي مخ او سترګې پټې کړي دي او سړي ته مخکې لار نه ښکاري چې چېرته ګام ږدي او په کومه خوا درومي. د سړي لوکسه دريشي د سړي د سياستوالۍ ښودنه کوي، مخکې اخيستونکی ګام یې د دې ښودنه کوي چې سياستوال هڅه کوي چې هېواد یې پرمختګ وکړي. په لاس کې نيولی بيرغ یې د دې ښودنه کوي چې سياستوال ځان مليپال يا هېوادپال ګڼي، خو دا چې همدې بيرغ یې پرې سترګې او مخ پټ کړی دی او نه توانېږي چې مخکې لار او شاوخوا وګوري. د بنکسي په اند، هغه سياستوال چې په پټو سترګو پرته له دې چې مخکې لار او شاوخوا وګوري، د مخ وړاندې تګ هڅه کوي، مخکې وړاندې تګ یې ناشونی دی. په همدې خاطر هغه دې ډول هېوادپالنې ته د (ړندې هېوادپالنې) نوم ورکوي.

هېوادپالنه په خپل ذات کې يو مثبت مفهوم دی، خو دغسې هېوادپالنه چې د انسان سترګې پکې پټې وي او نه پوهېږي چې پورته کړی ګام به چېرته ږدي او هېواد یې د ده په وجود کې پر کوم لور روان دی، مانا یې په خپله منفي کېږي. په عام ډول مينه د انسان د ژور عاطفي احساس او تړاو نوم دی. ژور عاطفي تړاو هغه تړاو دی چې له زړه راپورته شوی وي. استاد الفت هم د مینې ځای زړه ګڼي او د فکر ځای دماغ! د وطن مينه هم له خپل ټاټوبي سره د انسان له زړه (ژور عاطفي) تړاو ته وايي. د استاد الفت په خبره، له وطن سره مينه او علاقه بې الايشه او ډېره طبيعي ده، کټ مټ لکه يو ماشوم چې د خپل کاله په غولي کې په خاپوړو خوشحاله وي، او يا هم لکه د مرغۍ بچي ته چې خپله ځاله وطن ښکاري! د استاد الفت په خبره، څومره چې د انسان پوهه زیاته شي او عقلي رشد او بلوغ ته ورسېږي، هماغومره یې فکر انکشاف کوي او علاقه یې هم له وطن سره [نسبت خپل کور او غولي ته] هم زياتېږي. د هغه په نظر دا خبره برعکس هم صدق کوي. مانا له علم او پوهې څه لرېوالی انسان له وطن نه هم لرې کوي، يا یې وطن کوچنی کوي.

د وطن مينه او د وطن له چاپېریال،‌ خلکو، د خلکو له فرهنګ او هر ښه او ناښه سره د انسان تړاو که له يوې خوا طبيعي وي، خو له بلې خوا يا طبعیت تر څنګ کسب کېدلای شي. مانا له خپل وطن او وطنوالو سره (عاطفي) تړاو د طبعيت تر څنګ د عواملو له امله او د استدلال او دلايلو پر زور کسبېدلای هم شي. کله چې يوازې په يو وطن کې زېږېدل او هلته ساه اخيستل د وطن د مينې لپاره کفايت ونه کړي، نو ځينې نور محسوس او مقنع دلايل هم پکار دي چې دا تړاو له تذکرې نه زړه ته وغورځوي. ښايي د نورو ډېرو عواملو او دلايلو تر څنګ يو دليل د انسان د بشري او بنسټيزو حقونو او آزاديو تحقق او تامين هم وي. پر دې سربېره، د سر او مال خونديتوب او د سوکاله ژوند تېرولو پر وړاندې د خنډونو نه شتون ځينې نور عوامل او دلايل دي چې په کسبولو سره یې له وطن سره د انسان مينه زړه ته کېوزي.‌ همدا استدلال سرچپه کېدای هم شي. مانا که انسان په خپل وطن کې له خپلو انساني او بنسټيزو حقونو او آزاديو څخه محرومېږي، که د سر او مال خونديتوب یې یقيني نه وي، که د سوکاله ژوند تېرولو پر وړاندې یې ګڼ خنډونه ورپېښ وي، او ... نو دا ټول به پر هغه ژور عاطفي تړاو د ګرد او دوړو په څېر پرېوځي او له خپل وطن سره به د انسان مينه په اصلي رنګ کې ښکاره نه شي.

ښايي له همدې امله وي‌ چې اوسنيو انسانانو په دې (يو کلي شوې نړۍ (Globalized World کې د Nationalism (ملتپالنې) او Patriotism  (هېوادپالنې) تر څنګ د Localism او Locality (سيمه پالنه او سيمه ییزتوب) په نوم له سيمې، ښار او محلې سره د يو بل ژور عاطفي تړاو سياسي مفهوم رامنځته کړی دی. اوسنيو ډېرو انسانانو په دې نوي مفهوم کې وموندله چې خپل احساسات او عاطفي تړاو یې د دې پر ځای چې له خپل ټول ملت يا د هېواد له ټولې جغرافیې سره وي، يوازې په هغې سيمې او خلکو پورې تړل شوي چې ده په کې وخت تېر کړی دی او دی ورسره اشنايي لري. د سيمه پالنې په مفهوم کې دې نوي ژور عاطفي تړاو دا ښېګڼه هم لري چې انسان کولای شي له څو سيمو، ښارونو او محلو پورې خپل احساسات وتړي او په اصطلاح د څو سيمو او ښارونو (لوکل) پاتې شي، نسبت يوازې د يو هېواد (نېشنل) ته. د دې تر څنګ، ځينې نور انسانان د خپل هېواد له جغرافيوي سرحدونو هم ووتل او ویې ليدل چې د خپل هېواد او خپل ملت پر ځای ورته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کار، ژوند تېرولو او سوکالۍ ګڼ فرصتونه شته دي، نو هغوی ځانونو ته ټوله نړۍ (هېواد) وګرځوله او د يو مشخص هېواد د Citizen کېدا پر ځای یې ځانونه د نړۍ اتباع Cosmopolitans  وګڼل.

دې تصور ته چې خلک نړۍ خپل هېواد وګڼي او ځانونه د نړۍ اتباع، خلکو په خپلو ايډيالوژيکو منابعو کې د ريښو موندلو هڅه وکړه او د دوی د خپل فکر و درک له مخې بريالي هم شول. سوسياليستانو او د کمونيستي افکارو پيروانو د مارکس په ويناوو کې وموندله چې هغه له کارګرانو سره د خواخوږۍ او د کارګرانو د يو نړيوال تنظيم د جوړېدا په تصور کې ويلي و چې ((کارګران مشخص وطن نه لري، بلکې کارګران د نړۍ اتباع دي!)). دوی پر دې استدلال خپلې اوږې د خپلو مشخصو هېوادونو پر وړاندې له مسووليتونو څخه سپکې کړې او د يوې سوسياليستۍ نړۍ د جوړېدا لپاره یې لور او څټک ته لاس کړ. د سوسيالېزم په مقابل کې د وګړپالنې لوري چې د وګړي د آزادۍ پر بنسټ ولاړ دی، د کورنۍ، ټولنې او ملت ټولو پولو په ړنګولو پسې راواخيسته او چيغه یې کړه چې دوی پر هېڅ بل هويت هومره باور نه لري، څومره یې چې د خپل انسانيت پر هويت لري. دوی خپلې دې چيغې ته د انسانپالنې نوم ورکړ. د دوی دواړو په مقابل کې په ختيځ او په ځانګړې توګه په منځني ختيځ کې هم ځينې مسلمانانو راغږ کړل چې تاسې دواړه ډلې او ستاسې تر څنګ که نورې ډلې او ډلګۍ هم وي، ټولې درواغ وايئ. موږ به اسلامي ورورولي (اخوانيت) راژوندی کوو او د نړۍ د ټولو مسلمانانو وروري به قايموو!

همدا دلايل او عوامل ول چې د زیاترو هېوادونو په هېوادپالو کې یې هېوادپالنه تر خپل اثر لاندې راوستله او تر يوې اوږدې مودې پورې هېوادپالنه نسبت نورو يادو ايديالوژيو او فکري باورونو ته، دويمه درجه ځای درلود، خو داسې ښکاري چې يادو ايډيالوژيو او فکري باورونو هم نور خپل باور او ارزښت له لاسه ورکړی دی. ځکه خو حضرت انسان په شرق و غرب کې يو ځل بيا بېرته هېوادپالنې ته مخه کړه، خو له بده مرغه چې دا ځل یې هېوادپالنه (ړنده) ده.

لکه دمخه چې ياده شوه، ړنده هېوادپالنه له خپل هېواد، د خپل هېواد له حکومت، د خپل حکومت له پاليسۍ او پرېکړو سره بې چون و چرا د زړه او ذهن تړلو ته وايي. دا زړه تړل په حقیقت کې هغه ړوند باور دی چې د يو هېواد تبعه یې د خپل حکومت د کړنو په اړه لري او ځان ته وايي چې زموږ حکومت چې هر څه کوي، حق لري او ښه کوي. دوی باور لري چې حکومت او د حکومت مشران تر دوی ښه پوهېږي او هغوی د هرې پرېکړې او هر اقدام حق لري او په هره پرېکړه او هر اقدام کې پر حقه دي. د دوی تر ټولو قوي استدلال دا وي چې: ((ځکه زما حکومت دی او يا ځکه زما هېواد دی!)). د ړندې هېوادپالنې په مقابل کې رغنده هېوادپالنه يا Constructive Patriotism راځي. رغنده هېوادپالنه بيا ړوند باور او ړوند تاييد نه دی، بلکې د خپل هېواد، خپل حکومت او د خپل حکومت د پالیسيو پر وړاندې د انتقادي نظر درلودل دي، د دې لپاره چې سم شي، د دې لپاره چې هېواد او ملت د ستونزو کندې ته ونه غورځول شي، د دې لپاره چې هېواد او ملت له ستونزو راووځي. د دې انتقادي نظر درلودلو تر شا هم استدلال دا وي چې: ((زما هېواد دی، زما ملت دی، ځکه زه پر حکومت او چارواکيو نيوکه کوم، او غواړم چې اصلاحات راشي!))

له بده مرغه (او يا هم ښايي له ښه مرغه) د نړۍ په کابو ټولو هېوادونو کې سياسي اوضاع او تفکر د ړندې هېوادپالنې په لور روان دی. ړنده هېوادپالنه يوازې په لېبرال ډيموکراسيو کې نه تر سترګو کېږي، بلکې د نالېبرال نظامونو (ديکتاتوريو او توتاليتر نظامونو) کې هم اساس د ړندې هېوادپالنې ترويج دی او له همدې لارې هم په نوم لېبرال ډيموکراسيو کې او هم په نالېبرال ديکتاتوريو او توتاليتر نظامونو کې خلک پر حکومتونو ورمات دي. تر ټولو جالبه دا ده چې په يادو شويو دواړه ډول نظامونو کې حکومتونه هره ورځ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي، د خلکو آزادي ورمحدودوي، د خلکو سوکالي له منځه وړي او د خلکو اقتصادي ژوند ورخرابوي، خو بيا هم خلک (لکه بله هېڅ چاره چې نه لري) پر حکومتونو ورمات دي، او استدلال کوي ((ځکه چې زما هېواد دی او ځکه چې زما حکومت دی!)) دغه حالت ته ړنده هېوادپالنه وايي.

bottom of page