top of page

د آتن د حکومتولۍ بنسټيز اصول (۵)

(پينځمه برخه)

ژباړن: هجرت الله اختيار

(۵)

د سولون ریاست[1]

د حکومت جوړښت کلونه کلونه په دې ډول و: عام خلک په واقعیت کې د لږه کیو غلامان وو. په همدې خاطر خلکو د اشرافو په مقابل کې بغاوت وکړ. دا چې دې مبارزې د دوو طبقو ترمنځ کلونه کلونه دوام درلود، بالاخره دواړو لوریو (اشرافو او غلامانو) پر دې توافق وکړ چې د حکومت لپاره دې سولون رهبر او ټولواک وټاکل شي او هغه ته دې دا واک ورکړل شي چې د آتن نوي حکومتي‌اصول وضعه کړي[2]. په دې حالت کې هغه د خپلو شعرونو یوه قطعه په دې مطلع پیل کوي: ((زه دا بدمرغۍ پېژنم او کله چې ګورم د نیکونو وطن مې د هغو او دغو د هوسونو او غوښتنو قرباني ورکوي، زړه مې په سینه کې آه کوي او غمجنېږي.))

په دې قطعه کې هغه د شخړې له لوریو سره بحث و مباحثه کوي او په عین حال کې د دواړو لوریو ګټې په پام کې نیسي او له دواړو لوریو غواړي چې رقابت او دښمنۍ ته د پای ټکی کېږدي.

سولون هم د کورنۍ له اړخه او هم د شهرت او پاکلمنۍ له اړخه له مشهورو کسانو څخه و[3]. خو د پیسو او ټولنیزې وضعې له اړخه د ټولنې په منځني پوړ پورې اړوند ګڼل کېده، دا ټکی سربېره پر دې چې نورو هم یاد کړی دی،‌ خپله یې هم د شعر په هغه ټوټه کې چې مالداره خلک له کبر او زور زیاتي څخه منعه کوي، بیانوي: ((تاسې هم خپلې هواګانې په سینو کې ملایمې کړئ. تاسې چې مالدارۍ او د غنا له امله بې نیازۍ ته رسېدلي یاست، نو خپل غرور او کبر مو مهار کړئ، ځکه چې نه به موږ له دې نه ډېر محکوم او حکم منوونکي پاتې شو او نه به تل کارونه ستاسې په زړه روان وي.))

په کُلي ډول ویلاش شو دا چې سولون د داخلي جګړو مسوولیت مالدارو ته راجع کاوه، هېڅکله یې خپل دریځ بدل نه کړ.‌ په همدې خاطر د خپلې حماسې په پای کې د مالدارو خلکو د حرص او طمعې په اړه چې په ټولنه کې دښمني او بدبیني راژوندۍ کوي او زیاتوي یې، د وحشت احساس کوي.

[1]  د دې څپرکي عنوان اصلاً د سولون آرکنتي ده، خو کولای شو چې د هغه په ریاست، رهبرۍ او یا هم (کدخدائی) یې هم ترجمه کړو او یا دا چې هماغه د آرکنتۍ اصطلاح وکاروو.

[2]  د سیلون له پېښې او د قاتلینو له تبعید څخه وروسته د آتن خلک له سخت دردوونکي حالت سره مخ شول. د غرونو خلکو ولسواک حکومت غوښت، خو د دښتو خلکو الیګارشي غوښته او د ساحلونو خلکو یو داسې حکومت غوښت چې د ولسواکۍ او الیګارشۍ ترمنځ وي. پر دې سربېره دغه مهال د پانګوالو او بېوزولو ترمنځ پوړیز اختلافات هم له حده اوښتي وو.‌ په همدې وخت کې دواړه لوري د یو داسې چا په لټه کې وو چې بې طرفه وي،‌ پاک وي، چې پوروړي آزاد کړي او د ځمکو د وېش ترتیب له سره کړي او د حکومت ټول خراب حالت په ښو بدل کړي. په همدې وخت کې سترګې سولون ته واوښتې. (له پلوتارک څخه – د نامي خلکو ژوند،‌ د سولون برخه).

[3]  سولون د آتن له لویو قانون لیکونکو څخه و. له میلاد څخه ۶۳۸کلونه دمخه په سالامین کې وزېږېد، د نسب سلسله یې د کدروس کورنۍ ته رسېده او ویل کېږي چې مور یې د آتن د مشهور جبار پیزیسترات د مور له نږدې خپلوانو څخه وه. په لومړي سر کې یې سوداګري کوله او په مساپرۍ کې یې پیسې وګټلې او کله چې بېرته آتن ته راستون شو، نو د آتن له مالدارو خلکو څخه وګڼل شو. په ځوانۍ کې یې د خپلو شعرونو له امله شهرت پیدا کړ، په ځانګړې توګه د هغه شعر له امله چې د مګار له خلکو څخه د سالامین د بېرته نیولو له امله د آتنیانو په ستاینه کې ویلی و.

د آتن داخلي ستونزې او انقلابونو د هغه پام ټولنیزو مسایلو ته واړوه، ډېر وخت نه و تېر (له میلاد څخه په ۵۹۴ کلونو کې) هغه د آرکنتۍ مقام ته ورسېد (ځینو خلکو دې مقام ته د نوموړي د رسېدو موده له میلاد څخه ۵۹۱ او ۵۹۲ کلونه یاد کړي دي). او دا چې د خلکو پاملرنه هم ورته وه، نو په کافي اندازه قدرت یې تر لاسه کړ. هغه د ټولنې اکثریت پوړ ته ځانګړې پاملرنه درلوده. خلک یې د مالیاتو د ورکړې له امله په څلورو پوړونو ووېشل. یو څلور سوه کسیز مجلس یې رامنځته کړ او د واده، قضاوت، په آتن کې د مېشتو بهرنیانو او ...‌ برخو کې یې زیات قوانین وضعه کړل. تر ټولو مهمه دا چې (سیزاکتی) یې تنظیم کړ او د خپلو قوانینو اجرا یې د سلو کلونو لپاره له عوامو له خوا تضمین کړه. له دې وروسته یې مصر،‌ قبرس او لیدیه ته سفر وکړ چې د یو قول له مخې په همدې سفر کې یې له کرزوس سره چې یو مشهور مالداره شخص و، ملاقات وکړ. بېرته آتن ته راوګرځېد او یو څه وخت یې د پیزیسترات له جباریت سره مخالفت وکړ او بالاخره له میلاد څخه ۵۵۸ کلونه دمخه ومړ. سولون د هغه مهال د اوو مشهورو پوهانو له ډلې څخه یو ګڼل کېده، دغه اووه پوهان عبارت وو له: سولون آتنی، طالس ملطی، پیتاکوس می تی لنی، پریاندر جبار کرنت، بیاس پری نی،‌ خیلوان اسپارتی، کلبول رودسی.‌ داسې یوه افسانه هم شته چې یو ځل دغو ټولو پوهانو د دلف معبد کې او دویم ځل په کرنت کې له یو بل سره ملاقات کړی و. او یوه بله افسانه داسې هم شته چې د یونان له جزیرو څخه د یوې جزیزې کب نیوونکیو د کب نیونې پر مهال درې د سرو زور پایې موندلې وې چې ویل کېږي هلن (د ترویا د جګړو ښایسته مخ لرونکې)‌ ترویا ته له ورستنېدا وروسته د خپلو مذهبي عقایدو له مخې بحر ته اچولې وې. په دې اړه چې دا درې پایې سره زر باید چا ته ورکړل شي، له (پی تی) سره یې مشوره وکړه او هغه مشوره ورکړه چې دا درې پایې سره زر باید د وخت تر ټولو پوه شخص ته ورکړل شي. لومړی یې دا درې پایې سره زر په ملطیه کې طالس ته ولېږل، طالس بیاس ته ولېږل او په دې ډول دا درې پایې سره زر له دې اوو واړو پوهانو څخه تېر شول، تر دې چې د دویم ځل لپاره طالس ته راغلل او هغه بیا هم قبول نه کړل او آپولون تب معبد ته یې ډالۍ کړل. که دا کیسه هر څومره د یادو اوو حاکیمانو په اړه جوړه شوې وي او واقعیت ونه لري، خو بیا هم د دوی ترمنځ د تواضع لپاره یو ښه دلیل کېدای شي.

bottom of page