top of page

مينه د يو بشري حقو په توګه

هجرت الله اختيار

Image-empty-state_edited.png

مينه د يو بشري حق په توګه

دا ټولګى زما په تقسيم اوقات کې نه و شامل او نه زه مکلف وم چې ورشم. د ټولګي نوم (د ټولنيزو کولتورونو شننه) و؛ ځکه به زه له ادب او کولتور سره د خپلې ځانګړې علاقې له مخې هره سه شنبه ورتلم. استاد به هر ساعت کې يوه مهمه ټولنيزه مسئله په يو ځانګړي کولتور کې تشرېح کوله. د ټولګي خپل ګډونوال نږدې سلو ته رسېدل، خو دا چې په اوونۍ کې يوه ورځ و، نو تقريباً تر پنځوسو نور ما غوندې علاقه مندان به هم ورته راتلل. زه پر لغړ زني سپينږيري استاد هم ګران وم، زياتره به يې تر خپلې زنې لاندې څوکۍ ته وربللم، ځکه چې په ټولګي کې تر نورو زه ډېره فعال وم او په بحث کې به مې ډېره برخه اخيسته. تېره مياشت مې هم د (شرقي حسن او شرقي مينه) تر سرليک لاندې يو پرېزنټېشن ورکړى و، د استاد او محصلينو ډېر خوښ شوى و، ځکه يې په دې مياشت کې بيا هم اړ کړم چې يو بل پرېزنتېشن برابر کړم. خداى شته زه بل پرېزنټېشن ته هېڅ جوړ نه وم، په خپلو ټولو ټولګيو کې مې د سيمسټر منځنۍ ازموينې پيل شوې وې، ايله مې هماغو ته ځان اماده کړى واى. په يو بهرني هېواد کې په بهرنۍ ژبه حقوق لوستل ډېر زور غواړي. خو بيا مې هم ورسره د پرېزنتېشن ورکولو ومنله. اصلاً زه له لومړي پرېزنتېشن نه وروسته د يوې هندۍ نجلۍ د شرقي حسن په دام کې ګير وم او د دې پرېزنتېشن لپاره ډېر اصرار هم د هماغې و. په لومړي پرېزنتېشن کې چې به ما شرقي حسن او مينه په پرتليز ډول له غربي هغو نه لوړه ښودله او د اثبات لپاره به مې يې چې استدلال کاوه؛ نو ښه مې ياد دي چې موني زما د تشويق په خاطر له خپلې څوکۍ څومره خېزکې وهلې او په ولاړه به يې راته لاسونه پړکول. له هغې ورځې وروسته يې څلور ځل د ښار په مشهور هندي رستورانت کې مېلمه کړم او له چپاتيو سره يې د دالو برياني راباندې وخوړله. موږ به هر ماسخوتن بلا تعطليه د يو ساعت لپاره چټ کاوه او ټول بحث به مو پر دې و چې شرقي کولتور، ادب، محبت، شاعري، اخلاق، ژوند او ... له غربي هغو څخه په کراتو کراتو لوړ او ښه ثابت کړو. هغې ماته نه و ويلي چې راباندې مينه ده، خو په يوه مياشت کې څلور مېلمستياګانې او هره شپه يو ساعت چټ کولو نه ما همدا مانا اخيسته.

دا ځل ما (مينه د يو بشري حق په توګه) تر سرليک لاندې خپل پرېزنتېشن برابر کړ او سه شنبه د ټولګي له شروع کېدو څخه لس دقيقې وړاندې ټولګي ته لاړم. موني هم راغلې وه، له وړاندې يې ډاډ راکاوه چې زه بېخي مطمينه يم چې له دې پرېزنتېشن وروسته به ته په ټول پوهنتون کې وځلېږې. هغې په لومړي ځل راته وويل: ((زه ډېره وياړم چې ستا ملګرې يم)) ما هم له دې جملې وروسته ورته د خريدار په سترګه وکتل، رښتيا هم د شرقي حسن په ټولو معيارونو برابره وه. ما وروسته له ځان سره فکر کاوه لکه چې په پخواني پرېزنتېشن کې مې موني د شرقي حسن د يو سېمبول په حيث تشرېح کړې ده.

د ټولګي له شروع کېدو سره سم استاد بيا زما لږه ستاينه وکړه او په ډېره مينه يې ماته بلنه راکړه. زما د پرېزنتېشن د سرليک په ليدو سره په ټولګي کې يو دم چيغې او شپېلکي شول. دا سرليک په ټولو ښه ولګېد، نجونې او هلکان ټول ورته خوشحاله شول او تر ډېره يې په چکچکو او شپېلکيو بدرګه کړم. د پرېزنتېشن په شروع کې ما د مينې او بشري حقونو پر پېژندنې لنډه رڼا اچولې وه او ورپسې مې هغه دلايل رااخيستي ول چې له مخې يې مينه د ټولو انسانانو يو بشري حق ګڼل کېداى شواى. زه له دې برخې ژر ژر تېر شوم، ځکه پر دې ټول پوهېدل چې مينه په ټولو انسانانو کې د يو احساس په توګه شته او دا چې دا احساس انسانشموله دى، نو ځکه يې بايد د يو بشري حق په توګه وپېژنو. ما دا هم تشرېح کړې وه چې مينه بايد د تلپاتې حق په توګه د انسانانو تر منځ ومنل شي او دا حق دې په واده کولو سره له هېڅ انسان څخه نه اخيستل کېږي. ما دا نظر په شپږو دلايلو رد کړى و چې د دوو انسانانو تر منځ مينه د واده او ګډ ژوند تېرولو لپاره رامنځته کېږي او له دې پرته مينه نه شته يا نه شي رامنځته کېداى. ما ويلي و چې واده د مينې لپاره نه خنډ دى او نه خنډ کېداى شي. د مينې او مينتوب لپاره عمر هم شرط نه دى. د نورو په مقابل کې د مينې نېک احساسات د انسان له پيدايښت نه پېلېږي او تر مرګه له انسان سره وي. پر دې مې ډېر تاکيد کړى و چې هر هغه څوک چې له چا سره مينه لري، لومړى خو بايد پرته له کوم تشويش او ډار نه ورته خپل دغه نېک احساس ښکاره کړي او په دويم قدم کې دولتونه بايد د خپلو نويو قوانينو له مخې مقابل جانب پر دې مکلف کړي چې د خپل مين د دغه نېک احساس قدرداني وکړي، مننه ترې وکړي او تر ممکنې اندازې پورې د هغه خوشحالۍ ته وخت ورکړي.

په دې وخت کې درېوو محصلينو د پوښتنو لپاره ګوتې پورته کړې، ما خپلې خبرې په نيمايي کې پرېښودې او يوه ته مې نوبت ورکړ چې خپله پوښتنه مطرح کړي. هغه په تمسخر وويل: ((که په يو کس شپږ نور کسان مين وي، نو هغه به څۀ کوي؟ شپږ کسه خوشحالول خو امکان نه لري)) ما ورته په خندا وويل: ((په لومړي سر کې ما تشرېح کړه چې مينه د انسانانو له وجودونو څخه ماورا د انسانانو د روحونو ترمنځ اړيکه او تړاو دى. د ارواپوهنې د علم له مخې هېڅ دوه ارواګانې په يو اندازه جديت له يو بل سره تړاو نه پيدا کوي؛ خو که د جديت په بېلابېلو اندازو بيا هم له يو روح سره د انسانانو څو نور روحونه وتړل شي، نو دا هم خپله د دې ښکارندويي کوي چې په دې انسان کې دا وړتيا شته چې په خپلې يوې اروا څو نورې ارواګانې چې د ده له اروا سره تړلي دي، خوشحاله وساتي)). يو بل محصل په دې منځ کې راټوپ کړل، ويې پوښتل: ((ته په مينې غږېږې او که په ارواګانو؟ مينه خو دا شى نه ده، دا ته چې څه شى وايې؟)) ما ورته وويل: ((زموږ په شرقي ټولنو کې د مينې مفهوم د انسانانو تر منځ اروايي تړاو دى، زه د خپلې ټولنې په مفهوم مينه تشرېح کوم، نه ستاسې د ټولنې په مفهوم)). استاد هم زما استدلال ته حيران شو، ويې پوښتلم: ((همدا مسئله په يو مثال کې روښانولاى شې؟)) ورته مې وويل: ((هو، ولې نه! يو څوک دى، له يو چا سره مينه لري؛ خو د دواړو وجودونه له يو بل نه زرګونه کيلو متره لرې دي. دوى هره شپه له يو بل سره چټ کوي، په چټ کې د الفاظو له لارې چې کله د دوى احساسات له يو بل سره شريکېږي؛ نو نو ارواګانې يې په هماغه شېبه کې زرګونه کيلو متره فاصله وهي او يو بل ته ځان رسوي. د دوى وجودنه له يو بله لرې دي، خو ارواګانې يې نږدې دي، ځکه هېڅ فاصله، هېڅ اصول، هېڅ کولتور او هېڅ دين د ارواګانو مخې ته خنډ نه شي واقع کېداى)). په دې پسې سمدستي موني راپورته شوه او ويې ويل: ((زياتره دينونه خپل پيروان د نورو دينونو له پيروانو سره له مينې کولو منعه کوي، په دې باره کې څه ويلاى شې؟!)) ما ورته وويل: ((زه فکر نه کوم چې دينونه دې موږ ته دا ډول حکم وکړي، هو د واده کولو په اړه دين دا ډول محدوديتونه ايښي دي؛ خو د مينې يا اروايي تړاو په اړه فکر نه کوم چې دين کوم محدوديت ولري!

ما پرېزنټېشن يوازې پينځه ويشت دقيقو ته جوړ کړى و، خو ايله په څلوېښت دقيقو کې پاى ته ورسېد. نن مو د استاد درس وانخيست، استاد وويل همدا ښه درس و، بل درس ته اړتيا نه شته. بيا يې هم زه وستايلم او محصلينو ته يې وويل چې دى موږ ته زاړه موضوعات له نويو عينکو راښيي.

بېرون چې راووتم، محصلين رانه راتاو شول، زياترو رانه ايميل ادرس غوښته، ښه و، کارتونه مې راسره ول، په جېب کې موجود ټول کارتونه يو محصل ته ورکړل چې په نورو يې هم تقسيم کړي، ما يې ځان له منځه وويست. دې وخت کې مې وليدل چې موني په ډېرې خوښۍ زما په لور راروانه ده، غوښتل يې چې غېږه رانه تاوه کړي، خو ما ورته لاس وراوږد کړ او هغې په کې خپل پوست لاس کېښود. موږ دواړه بيا د هندي رستورانت په لور روان شو.

په رستورانت کې هغې زما لاس نيولى و او په لړزېدلي آواز يې راته ويل: ((ستا د خپل قول مطابق زه تا ته د خپلې مينې يا نېک احساس اظهار کوم؛ خو ستا د قول پر خلاف غواړم چې تا ته ورسېږم او له تا سره ژوند وکړم)) د هغې په دې خبرې سره ما په خپل ځان کې د برق ټکان حسس کړ او سمدستي مې پر خپلو ټولو خبرو پښېمانه شوم. هغې ته مې هسې يو مبهم فلسفي غوندې ځواب ورکړ چې نه يې د (هو) مانا درلوده او نه هم د (نه). زه دومره مضطرب شوم چې ډوډۍ مې هم سمه ونه خوړه او هغې ته مې له هندي ترخو خوړو سره د خپلې معدې حساسيت بانه کړ.

خو له هغې راوروسته دا درېيمه سه شنبه ده چې هغه ټولګي ته نه يم تللى، خپل د فيسبوک اکاونټ مې هم غير فعال کړى او شپه او ورځ په دې سوچ کې يم چې څنګه په بل پرېزنتېشن کې دا ثابته کړم چې مينه هسې چټياټ دي، هر انسان بايد د خپلې کورنۍ، ټولنې او مذهب د اصولو مطابق ژوند ته تسليم شي او د مينې په نوم پر چټياتو خپل وخت ضايع نه کړي؛ خو تر اوسه نه يم توانېدلى.

پای

bottom of page