top of page

سياسي قدرت او خلک

هجرت الله اختيار

سياسي قدرت او خلک

په سياستپوهنه کې سياسي قدرت د هِرم په بڼه رسمېږي. داسې چې د هِرم په راس کې هغه شخص يا ډله راځي چې سياسي قدرت یې په لاس کې وي او د هِرم په قاعده کې ټولنه يا خلک. ټولنه يا خلک سياسي قدرت ته له کښته څخه پورته ګوري، ښايي له همدې امله په کُل کې سياسي قدرت او په مشخصه توګه هغوی چې سياسي قدرت یې په لاس کې دی او عملي کوي یې، عامو خلکو ته هغسې نه ښکاري، څنګه یې چې اصليت دی او څنګه چې دي. په ورته توګه هغوی چې د سياسي قدرت پر ږدۍ ناست دي او سياسي قدرت یې په لاس کې دی د هِرم له سره (له پورته څخه) د هِرم قاعدې ته (کښته) ګوري. دوی هم د خلکو غوندې د اصليت او واقعيت د ليدلو له ستونزو سره مخ وي او ټولنه او خلک هغسې نه شي ليدلای، څنګه چې په واقعيت کې ده. د دې خبرې مفهوم دا دی چې د سياسي قدرت د هِرم په راس کې ناستو خلکو ته د هِرم په قاعده کې شيان (په شيانو کې هر څه راتلای شي، خلک، ډلې، پېښې، د خلکو اړتياوې، غوښتنې او ...) له خپل اصلیت او واقعيت نه کوچني ښکاري.‌

دا چې عام خلک ولې د سياسي قدرت لرونکيو اشخاصو پر شاوخوا ورټولېږي او د هغوی ملاتړ کوي، د هغوی تاييد کوي، د هغوی د ماضي بدۍ هېروي، د حال بدۍ یې ناديده نيسي، او ... په دې اړه سياستپوهنې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې په بېلابېل ډول او هم په ګډه ګڼ ځوابونه وړاندې کړي دي. چې دوه ځوابونه په کې ډېر په زړه پورې دي. يو ځواب د خلکو معقوليت دی. مانا خلک د خپل عقل پر بنسټ سنجوي چې له سياسي قدرت نه ملاتړ، ورته غاړه ايښودنه د دوی په ګټه ده، د ټولنې په ګټه ده او د هېواد په ګټه ده. دا ډول خلک د سياسي قدرت له خوا وړاندې کېدونکي خدمتونه د استدلال په توګه خپلې مخې ته ږدي او خپل ځانونه قانع کوي. د بېلګې په توګه دوی ځان ته وايي چې همدا سياسي قدرت دی چې موږ ته یې امنيت تامين کړی دی، د کار زمينه یې راته برابره کړې ده، اولادونو ته مې یې د زده کړو زمينه برابره کړې ده، د روغتيايي سکټور له لارې زموږ د ناروغيو درملنه کوي او که چېرې بل هېواد زموږ پر خلکو او يا خاوره تېری وکړي نو سياسي قدرت زما د خاورې او خلکو ساتنه کوي او ... په مجموع کې زما د ټولو انساني او اساسي حقونو درناوی او ساتنه کوي، نو بايده دي چې زه د سياسي قدرت حمايت وکړم او غاړه ورته کېږدم.

يو بل ځواب بيا خلک نامعقول او احساساتي ګڼي او وايي چې د سياسي‌قدرت پر شاوخوا د خلکو ورټولېدل، ترې حمايت کول او غاړه ورته ايښودل په حقیقت کې د خلکو په احساساتو بنا دي. هغه احساسات چې عقل یې په شا تمبولی وي. دا ځواب د سياستوالو هغه ويناوې، خبرې، اعلامیې، روايتونه او پاليسۍ په پام کې نيسي، چې يوازې او يوازې یې د خلکو د احساساتو د راپارولو په پار وړاندې کوي. د احساساتو پر بنسټ له سياسي قدرت څخه ملاتړ کوونکي خلک له ځانه دا نه پوښتي چې سياسي قدرت یې په ژوند کې کوم مثبت بدلون راوستلی دی؟ د بېلګې په توګه د بې روزګارۍ کچه ورسره څومره کمه شوې ده؟ د مور او ماشوم د مړينې کچه پخوا څومره وه او اوس د موجوده سياسي قدرت په وجود کې څومره کمه شوې ده؟ د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې کوم مثبت تغيرات راغلي دي؟‌ د جرايمو کچه څومره راکمه شوې ده او قانون څومره حاکم دی؟ او په کُل کې د خلکو انساني او بنسټيز حقونه څومره د پخوا په نسبت یقيني شوي او درناوی یې کېږي؟ بلکې خلک پر هغو شعارونو تکيه کوي چې د هغوی احساسات ورپورې تړلي وي، لکه په دين پورې تړلي شعارونه، په ملت، ژبې او قام پورې تړلي شعارونه، د نورو د دښمن معرفي کولو شعارونه او ...

خلک په هر استدلال د سياسي قدرت تر څنګ ودرېږي او ملاتړ یې کوي، دا مهمه نه ده؛ بلکې مهمه دا ده چې د هر ډول سياسي قدرت تر شا د خلکو د یوې برخې ملاتړ،‌ تاييد او حمايت موجود وي. ښايي له همدې امله وي چې سياسي قدرت او هغوی چې سياسي قدرت یې په لاس کې وي، په دې مغالطه کې لوېدلي وي چې ګنې ټول خلک یې ملاتړ کوي او ټول خلک یې په پلوۍ ولاړ دي. د افغانستان په ټولنیزو رسنيو کې کله کله داسې ادعاګانې مخې ته راځي چې هغې يا دغې ډلې ملت ته امتحان ورکړی دی، ملت پرې نور باور نه کوي، يا که یې د پرديو په زور په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، نو ملت به یې په مخالفت کې راپورته شي او ...‌ دا ډول ادعاګانې په بېلابېلو بڼو په نورو هېوادونو کې هم مطرح کېږي، خو کله چې هماغه ډله سياسي قدرت ته ورسېږي، نو خلک او ټولنه یې ملاتړ ته راپورته کېږي. واقعيت دا دی چې خلک د اشخاصو او ډلو ملاتړ نه کوي، بلکې د هغه سياسي قدرت ملاتړ کوي چې اشخاص او ډلې یې په لاس کې لري.‌ له بلې خوا په بېلابېلو ټولنو کې دا هم ثابته شوې ده چې کله اشخاص او ډلې له سياسي قدرت څخه لرې کېږي، نو ملاتړي یې او ټولنه ترې مخ اړوي او بيا په ټولنه او خلکو کې هغومره ملاتړ نه لري، څومره یې چې د قدرت پر مهال درلود.

د سياسي قدرت داسې کشش لري چې د هر څومره بدو او بدنامو اشخاصو يا ډلې په لاسو کې وي، خلک او ټولنه ځان ته راکاږي. يا پر بل عبارت: خلک داسې دي چې دې ته نه ګوري چې سیاسي قدرت د چا په لاس کې دی، بلکې سياسي قدرت ته ګوري او په لور یې ورماتېږي. د سياسي قدرت کشش او د سياسي قدرت ته د خلکو تمايل او ورماتېدل يوازې زموږ په ټولنې پورې محدود نه دی، بلکې د نړۍ د هر هېواد سياسي قدرت او خلک دا خاصيت لري او په هر هېواد او هره سيمه کې یې مثالونه موندل کېدای شي.

bottom of page