
هجرت الله اختيار
د آتن لومړني حکومتي اصول
ليکوال ارستو
پښتو ژباړن: هجرت الله اختيار

(۳)
د آتن لومړني حکومتي اصول
له دراکون څخه دمخه حکومتي جوړښت په دې ډول و: حکام او فرمان ورکوونکي به د اشرافو او شتمنو پوړ له کورنیو څخه ټاکل کېدل. دغه مقامونه په لومړي سر کې د ټول عمر لپاره ول، خو وروسته د لسو کلونو لپاره دوی ته ورکول کېدل.[1]
تر ټولو مهم او پخواني منصبونه عبارت ول له: د پاچا مقام[2]، ورپسې د سرتېرو د قومندان مقام[3]، او ارکنت[4] څخه. په دې منځ کې د پاچا د مقام سابقه او تقدم تر نورو زیات و (دا مقام له ډېر پخوا څخه موجود و). وروسته بیا د سپهبد (پولمارک)[5] مقام رامنځته شو. په دې وختونو کې پاچایانو کافي نظامي قدرت و استعداد نه درلود، په همدې خاطر چې آتنیان له ناچارۍ څخه یون[6] راوغواړي او د کارونو مسوولیت هغه ته وسپاري. بالاخره په درېیم مقام کې آرکنتان راپیدا شول. ځینې فکر کوي چې دا مقام د مدن[7] په وخت کې رامنځته شوی دی. ځینې نور باور لري چې د دې مقام تاریخچه د اکاستوس[8] وخت ته رسېږي او دوی دلیل راوړي چې نهه کسه آرکنتان د لوړې پر مهال (د اکاستوس د زمان په دود)[9] عبارت د لوړې په پای کې اضافه کوي.
همدغه مهال د کدروس کورنۍ حاضره شوه چې د آرکنتي مقام زیاتره امتیازات سلب شي. په هر حال، دا چې دا مقام د مدن یا هم د آکاستوس په دور کې رامنځته شوی دی، د دواړو ترمنځ دومره زماني واټن نه شته. خو دا چې آرکنتي مقام د سلسله ی مراتبو له اړخه وروستی مقام دی چې رامنځته شوی دی، یو دلیل لري او هغه دا چې هېڅ هغه پخوانۍ دیني دنده چې پاچا او پولمارک یې لري، آرکنت یې نه لري، بلکې یوازې تازه او نوې دندې یې په لایحه کې شاملې دي. له بلې خوا دغه مقام یوازې په وروستيو وختونو کې اهمیت پیدا کړ او له هغې پخوا یې چندان اهمیت او اعتبار نه درلود، یانې هغه مهال چې نوې دندې ورته وسپارل شوې، نو اهمیت یې پیدا کړ.
د قانون ساتونکي (تسموتتان) له دې څخه وروسته کلونو کې رامنځته شول[10]. یانې په هماغو کلونو کې چې آرکنتان کال په کال ټاکل کېدل[11] او د اختیاراتو په علت د هغوی صادر شوي حکمونه د قانون په حکم کې ول. دغه مقام د آتن یوازینی حکومتي مقام و چې د اصولو له مخې به یې له یو کال څخه زیات دوام نه کاوه.
دا مقامونه د قدامت له اړخه یو په بل پسې رامنځته شول. اول نهه کسه آرکنتان په یو ځای کې نه راټولېدل. د پاچا آرکنت په هغه ځای کې چې نن سبا ورته بوکلیون[12] وايي کېناست (له پريتانه سره نږدې[13]) او په همدې دلیل اوس هم د پاچا د آرکنت د مېرمنې واده له (دیونیزوس)[14] سره په همدې ځای کې ترسره کېږي.[15]
آرکنت په پریتانه کې و، سپهبد (پولمارک) په اپي لیکیون[16] کې (دا ځای په لومړي سر کې پلمارکیون[17] یادېده او وروسته له دې چې اپیلیکوس[18] دلته مېشت شو او د سپهبدي مقام ته ورسېد، نو دغه وروستی نوم یې خپل کړ.) د سولون د آرکنتي په ورځو کې وټاکل شوه چې ټول به په تسموتتیون[19] کې راټولېږي. آرکنتان د نن ورځې پر خلاف چې یوازې د محاکمو لومړنۍ چارې برابروي، د هر ډول قضیو په اړه په قضاوت او رایه ورکولو کې عام او تام واک درلود. هغه مهال د آتن د عمده مقاماتو او منصبونو وضعه په دې ډول وه: د آتن محکمه، (آرئوپاژ)[20]، چې د قوانینو په رعایت او ساتنه موظفه وه خو په کُلي توګه یې په اړونده چارو کې له ښار سره هم ګډون، همکاري او د کلیمې په مانا نفوذ درلود او له ټول اقتدار سره یې نغدي او بدني مجازات د ټولو مجرمینو لپاره اجرا کول.
باید وویل شي چې یوازې اشرافیت او ثروت و چې د آرئوپاژ غړي یې ټاکل او دا یوازینی حکومتي مقام و چې د ټول عمر لپاره و او اوس هم همدغسې ده.
[1] په لومړي سر کې آتیک داسې پادشاه اداره کاوه چې تل به له نجیب زاده ګانو او د پخوانیو د کورنیو له غړیو سره په ټکر کې و. له میلاد څخه دمخه په اتمه پېړۍ کې نجیبانو یو دمي له پاچاهانو څخه واکونه واخیستل او خپله یې ځانونه د واک خاوندان کړل، خو مالداره سوداګرو او عام ملت د نارضایت له امله ورسره په کشمکش کې ولوېدل. په همدې خاطر له میلاد څخه دمخه ۷مه او ۸مه پېړۍ په ناارامۍ کې تېرې شوې. (آلبرماله، ص ۲۱۸، د هژیر ژباړه).
[2] Le roi، د دې مقام په اړه د کتاب دویمې برخې ته مراجعه وکړئ.
[3] Polémarque، په دې اړه هم د کتاب دویمې برخې ته مراجعه وکړئ.
[4] آرکنت archonte له یوناني کلیمې Arkhon څخه اخیستل شوې چې د رئیس مانا لري. دا په پخواني آتن کې د مشهور حکومتي مقام نوم و.
په لومړي سر کې به یو کس پر دې دنده ګومارل کېده، وروسته په نهه کسه نور ګومارل کېدل. درې کسه مشهور یې (۱) آرکنت اپونیم و، تر دې پورې چې دی به په کوم کال دغه مقام ته رسېده، هغه کال به هم د ده په نوم یادېده. (۲) د شاه آرکنت، نوموړی به د مذهبي چارو مامور و او د جنایتونو په برخه کې به یې هم قضاوت کاوه. (۳) پولمارک و چې د سرتېرو قومانده به یې په لاس کې وه. نوموړي د ښاریانو او بهرنیانو ترمنځ محاکمې کولې. په دوې پسې تسموتتان وو. دا آرکنتان له نجیبانو څخه ټاکل کېدل. د آرکنتۍ مقام له میلاد څخه دمخه پینځمه پېړۍ کې خپل حیثیت له لاسه ورکړ. په پاړسي کتابونو کې دا کلیمه کله د رئیس، شاهزاده، سردار، مشر، امام، مقتدای ترسایان په معنی راغلې ده. همدارنګه د یونان د جمهوریتونو د لوی قاضي په مانا او هم د روحاني لارښود په مانا هم تعبیر شوې ده. د دې کلیمې عربي جمعه آراکنه راغلی. جاحظ د سقراط د احوالو په ژباړه کې لیکي: فلما علم الرؤساء فی وقته من الکهنة والاراکنة (عیون الانباء).
دا نوم په پاړسي کتابونو کې د ارکئون په بڼه هم راغلی دی. له نصاري آنک څخه چې دغه نوم اراکئون، رهبان او احبار لولي (جهانګشای جوینی بنقل لغت نامه دهخدا).
د دې مقام په اړه د کتاب په دویم څپرکي کې به تفصیلي بحث وشي. شاید دا احتمال هم ولري چې د آرخنت او زموږ د (آخوند) کلیمې ترمنځ هم کومه اړیکه وي.
[5] پولمارک Polémarque مې سپهبد ژباړلی دی او په دې اړه د کتاب په پای کې تفصیلي توضیحات ورکړل شوي دي. د سپهبد کلیمې په اړه هم باید وضاحت ورکړل شي، چې دا کلیمه د معمول پر خلاف باید د (ب) پر زور ولوستل شي، نه په پېښ. دا کلیمه د پاړسي له (سپاه) او (پت) کلیمو څخه رغول شوې ده چې د رئیس په مانا ده. فردوسي وايي:
که تندي نه کاری سپهبد بود
سپهبد که تندی کند بد بود
[6] Ion، دا د یو اتل نوم دی چې نوم یې په یونانیانو یانې د هلن د سیمې پر اوسېدونکو کېښودل شوی دی او له دې وروسته دا سیمه د یونان په نوم یادېږي. هغه د سلینوس له مرګ وروسته واک ته ورسېد او په همدې ورځو کې آتنیانو چې د الوزیس له خلکو سره په جګړه اخته ول، دی یې مرستې ته راوغوښت او د خپلو ځواکونو قومانده یې په لاس کې ورکړه. یون د دوی مرستې ته راغی او په آتیک کې ومړ. یون آتیک پر څلورو قبیلو ووېشه. اوری پید دا سرګذشت په خپلې یوې حماسه کې رااخیستی دی (د یون تر کلیمې لاندې دې د یونان او روم د اساطیرو فرهنګ ته مراجعه وشي).
[7] Médon، د آتن د پاچا کدروس Codros مشر زوی، لکه څرنګه چې په اسطورو کې روایت شوی دی چې کدروس له میلاد څخه د ۱۰۴۵ دمخه کلونو په شاوخوا کې له (دری) یرغلګرو سره په جګړه ووژل شو او دا چې له هغه څخه وروسته بل چا د سلطنت وړتیا نه درلوده، نو خلکو د هغه زوی د آرکنت په توګه وټاکه. د نوموړي کورنۍ په آتن کې په Médontides مشهوره شوې وه.
[8] Akastos، نه شو کولای چې د نوموړي د ژوند د مهال تاریخ وټاکو، هغه څه چې روښانه دي، دا دي چې له مدون څخه وروسته یې ژوند کاوه او د مدون له کورنۍ څخه و. د ډاکتر بهمنش د یونان په تاریخ کتاب کې د دې کورنۍ وروستی فرد په دې نوم یاد شوی دی (ص ۱۱۴). په ښکاره د آرکنت د ټاکلو سیسټم د مدون په وخت کې رامنځته شوی دی او دا مقام په ځانګړې بڼه تر ډېره د نوموړې کورنۍ ته ځانګړی و.
[9] د دې جملې فرانسوي عبارت داسې دی: Comme Sous Akastos، طه حسین وايي: یقسیمون عند ابتداء ولایتهم ((لیقومن باعمالهم کما کان یقوم بها سلفهم فی عهد اکستوس)) (ص ۳۹)، په حقیقت کې د ارستو د جملې مانا دا دی چې آرکنتیان د لوړې په مراسمو کې قسم خوري چې د آرکنتي دندې به په ښه شکل تر سره کوي، هغسې چې د دوی سلف اکستوس تر سره کولې او له همدې ټکي وايي چې د آرکنتي مقام د اکستوس په وخت کې رامنځته شوی دی.
[10] په دې اړه دې د اضافه معلوماتو لپاره د همدې کتاب وروستي فصل (Thesmothétes) ته مراجعه وشي. دې ته قضايي آرکنتان هم ویل کېږي.
[11] آرکنتان په لومړي سر کې درې کسه وو، او له میلاد څخه ۷۵۲ کلونه دمخه یې د لسو کلونو لپاره ماموریت درلود، خو له میلاد څخه ۶۸۳ کلونه دمخه د دوی د خدمت دوره یو کال ته راکمه شوه او وروسته بیا شپږ نور آرکنتان چې قضايي آرکنتان (تسموتتان) یې ګڼل، هم رامنځته شول.
[12] Boukoleion
[13] Pryténee، په دې اړه به وروسته بحث راشي.
[14] Dionysos، هماغه باکوس، شرابو او تاکونو خدای او عارفانه جذبه ده. دی د زئوس زوی و او د المپی خدایانو له دویم نسل څخه دی، د نوموړی مور چې د زئوس خوښه وه، له زئوس څخه یې وغوښتل چې د خدایئ له ټول ځواک او جلال سره پر هغه ښکاره شي، خو دا چې د هغه د ځلا د تحمل توان یې نه درلود، نو داسې پر ځمکه ولوېده لکه برېښنا چې وهلې وي. زئوس هغه شپږ میاشتنی ماشوم چې د مور په ګېډه و، بېرون ته راوویست او له خپل ورون سره یې وګنډه او تر هغه پورې یې پالنه وکړه چې په یو معلوم وخت کې ترې دا ماشوم بېل شو. دې ماشوم ته یې (دیونیزوس) نوم ورکړ یانې (بیاځلې زېږېدلی). دیونیزوس د ځوانۍ په پیل کې انګور او ترې ګټنه کشف کړل. دې خدای په روم کې باکوس نوم درلود.
د آتن په ښارونو کې د دیونیزوس په ویاړ پراخه جشنونه نیول کېدل چې دیونیزی به یې ګڼل، د کتاب په پای کې په دې اړه بحث شتون لري.
[15] آتنیانو د تاریخ په لومړیو کې ملکه او وروسته بیا د آرکنتی مېرمن چې د پاچا ځایناستې وه له دیونیزوس سره چې د شرابو رب النوع و په مراسمو کې یو ځای کول. په ښکاره خو دا یو مذهبي دود و چې مورخین هم د دې په تفسیر کې د رایو اختلاف لري او ډېر جزیات یې روښانه نه دي.
[16] Epiliykeion
[17] Polémarkheion
[18] Epilykos
[19] Thesmothéteion
[20] Aréopage (له آرس کلیمې څخه چې د جګړې د رب النوع مانا لري او د پاګوس له کیمې څخه چې د څوکۍ یا ځای مانا لري رغېدلې ده). دا آکروپل ته مخامخ په غونډۍ یو سپېڅلی معبد و چې په آتن کې مذهبي جنایاتو ته د رسیده ګۍ د محکمې د تشکیل مرکز و. دا نوم د آرس Arés چې د جګړې (مارس) خدای و، له نوم څخه اخیستل شوی دی. آرس هغو ورځو کې چې په هغو سیمو کې و، په چینه کې یې د دې غونډۍ لمنې ولیدې چې په کې د پوزئیدون زوی هڅه کوي چې په زور پر Alcippé چې د آرس لور وه، ورسپور شي، آرس له غوسې څخه دغه هلک وواژه. پوزئیدون هغه هغې محکمې ته راوغوښت چې له ټولو المپی خدایانو څخه پر هماغې غونډۍ جوړه وه او خدایانو قاتل ته برائت ورکړ. په همدې مخینې دغه معبد د محاکمو ځای وګرځېد او د آتن د محاکمو قصر شو.