
هجرت الله اختيار
د آلکمئون د کورنۍ د کار پای
ليکوال: ارستو
پښتو ژباړن: هجرت الله اختيار

(۱)
د آلکمئون د کورنۍ د کار پای
... د میرون[1] د صورت دعوې له مخې (درې سوه قاضیان چې د نجیبانو له کورنیو څخه ټاکل شوي وو، د لوړې تر کولو وروسته د قربانۍ پر څوکیو قضاوت ته کېناستل( مجرمین وپېژندل شول، په ګوته شول او هغوی چې مقصر وګڼل شول، په خاورو ومنډل شول. د آلکمئون[2] د کورنۍ پاتې شوني غړي د تل لپاره له ښار څخه پر تبعید محکوم شول.[3] په همدې وخت کې اپي منید کرتي آتن ته راغی او د ښار لمن یې له ککړتیاوو پاکه او سپېڅلې کړه.[4]
[1] Myron
[2] Alcméonides، یوه مقتدره کورنۍ وه چې له مسني څخه آتن ته راغلې وه، د دې کورنۍ غړي ځانونه د نستور (د ترویا په جګړو کې د پلیس پادشاه) د زوی آلکمئون له نسل څخه ګڼي. ویل کېږي چې نوموړی له ميلاد څخه دمخه کابو ۱۱۰۰ کلونه پخوا آتن ته راغلی و.د دې کورنۍ له مشهورو غړیو څخه باید د مګاکلس، پریکلس، آلکی بیاد نومونه یاد کړو. پر دې سربېره د مګاکلس زوی آلکمئون د کرزوس په بلنه سارد ته لاړ. د هغه زوی مګاکلس د کلیستن واکمن سیسیون له لور سره واده وکړ او د هغه مشهور زوی کلیستن د آتن تر ټولو لوی مصلح و.
[3] له میلاد څخه ۶۳۲ کلونه دمخه د آلکمئون د کورنۍ یو مشهور غړی (آلکمئونید) چې په مګاکلس Megaclés هم مشهور و، د ارکنتۍ مقام ته ورسېد. څه وخت وروسته (له میلاد څخه ۶۱۲ کلونه دمخه) د آتن له آشرافو څخه یو کس د سیلون په نوم د ښار د واکمنۍ مقام د تر لاسه کولو په فکر کې شو. نوموړي ښار ونیوه، خو مګاکلس پرې بریالی شو، نو سیلون او ملګري یې اړ شول چې په آکروپل کې د مینرو معبد ته پناه یوسي. مګاکلس هغوی ته امان ورکړ چې ځانونه قضاوت ته تسلیم کړي. دوی رسۍ په خپلو غاړو پورې وتړلې او بیا یې د رسیو بل سر د خدایانو په مجسمو پورې وتړه، کله یې چې رسۍ کش کړې، نو رسۍ وشکېدې. مګاکلس دا کار پر دې ډلې د خدایانو د غوسې په مفهوم وګاڼه، نو په معبد کې ټول موجود کسان یې سنګسار کړل او چا چې د قربانۍ ځای ته پناه وړې وه، د هغوی سرونه یې پرې کړل. یوازې هغوی وژغورل شول چې د آرکنت د مېرمن پښو ته په عاجزۍ لوېدلي وو. د دوی ټول پاتې شوني هم له ښار څخه پر دایمي تبعید محکوم شول. دوی ته تر امان ورکولو وروسته د دوی قتل عام د آتن خلک پر دوو ډلو ووېشل. د مګاکلس د ملګرو په شمول یو زیات شمېر یې د مخالفت سرونه پورته کړل. په ځانګړې ډول دوی دې فکر ځورول چې قتل عام په معبد کې شوی دی، نو حتماً دا کار د خدایانو د غوسې لامل شوی دی.
دا اختلاف د سرسختې مبارزې په بڼه راښکاره شو او بالاخره سولون خلک پر دې وپوهول چې د آلکمئون کورنۍ او د مګاکلس پاتې شوني باید محکمې ته وسپارل شي. په همدې پار درې سوه کسیزه محکمه جوړه شوه. په دې محکمه کې میرون Myron phlyen د څارنوال دنده درلوده او پر آلکمئون یې د خلکو ادعا ثابته کړه، قاتلین یې پر جزا محکوم کړل او هغوی چې ژوندي پاتې شول له ښاره یې تبعید کړل. د مړیو هډوکي یې هم د آتیک له حوزې څخه بیرون واچول.
[4] د دې کار ښکاره علت د طاعون ناروغي وه چې په آتن کې پیدا شوې وه او دا ناروغيهم د خدایانو د غوسې له امله ګڼل کېده. د آتن خلکو د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په پار اپي منید کرتي (اقریطس) Epimenide de Cnosse ته بلنه ورکړه چې آتن ته راشي او خلکو ته لارښوونه وکړي. دغه اپي منید د لویو روحانیونو له ډلې څخه ګڼل کېده. داسې ویل کېږي چې نوموړی په کوم غار کې په ژور خوب ویده و او ۵۷ کاله وروسته له خوبه راپورته شو. آتنیانو د طاعون د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له دلف معبد څخه مشوره وغوښته، د دلف معبد کاهن ته د شويالهام له مخې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره باید اپي منید راغوښتل شوی وای چې آتن ته راشي. داسې ښکاري چې اپي منید آتن ته کابو له میلاد څخه ۵۹۶ کاله دمخه راغلی وي او وروسته له هغې چې هغه ښار ته داخل شو، سپینې او تورې مېښې په آرئوپاژ کې قرباني شوې. نوموړی له سولون سره ملګری شو او ویل کېږي چې سولون د هغه په مرسته خپل قوانین تنظیم کړل. همدی و چې آتنیان یې له سخت او وحشي تمرین څخه منعه کړل او ښځې یې هم له سخت تمرین څخه منعه کړې. خلکو ته توبه ورکولو، معبدونو ته د خلکو قربانیو او د نوموړي هدایاتو د ښار له لمنې څخه د ککړتیا او شرم داغونه ووینځل او یووالي، عدالت او سولې ته یې زمینه برابره کړه.
اپي منید د ښار له پاکوالي څخه وروسته د بېرته تګ په فکر کې شو. خلکو وغوښتل چې ورته ډالۍ ورکړي، خو نوموړي یوازې د سپېڅلي زیتون یو ښاخ له ځانه سره واخیست او بېرته کرت ته ولاړ.(د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې یونان تاريخ چې د سید علیخان، پلوتارک، حیات مردان نامي تالیف دی او پر نظام الآتنیین باندې د طه حسین حاشیو ته او د ډاکتر بهمنش تاریخ یونان ته مراجعه وشي).