top of page

د سولون اصلاحات – د پورونو له منځه وړل

ليکوال: ارستو

پښتو ژباړن: هجرت الله اختيار

د سولون اصلاحات – د پورونو له منځه وړل

کله چې سولون د واک پر ګدۍ کېناست، نو د خپل وخت خلک او راتلونکي نسلونه یې د پورونو د نه اداینې په مقابل کې له بېګارۍ او غلامۍ څخه آزاد کړل او نوي قوانین یې تدوین کړل. هغه پخواني ټول فردي او دولتي‌ پورونه د سیزاکتی[1] قانون له مخې لغوه کړل.

له دې وروسته ډېری خلک په دې فکر کې شول چې هغه په څه شي تورن کړي. په دې مانا چې ځینو وویل: سولون د آزادۍ د قانون له وضعه کولو څخه دمخه له ځینو اشرافو سره خبرې کړې وې[2]،‌ آزادي غوښتونکو اعلام کړه چې دوی د نوموړي د هڅو د بې نتیجې کولو اراده درلوده، خو په هر حال،‌ هغوی چې د سولون شهرت ته د زیان رسولو اراده یې درلوده،‌ ویل کېږي چې په دې اړه یې خپله ونډه مخکې له مخکې له اشرافو څخه تر لاسه کړې وه.[3] دا تور پر سولون د هغو خلکو له امله ولګېد چې دمخه یې زیاتې ځمکې پېرلې وې او د پورونو تر بار لاندې راغلي‌ وو او د پورونو تر له منځه تلو وروسته طبعاً د مالدارو خلکو په ډله کې راغلل او دوی چې نن ورځ پخواني‌ مالداره او په ټولنه کې ریښه داره پېژندل کېدل، اصلاً له دې لارې تېر شوي وو.[4]

خو د هغې ډلې وینا چې د ولسواکۍ پلوي یې کوله او بل دا چې وینا یې هم د زړه له باوره یې سرچینه اخیسته، واقعیت ته ډېره نږدې وه. ځکه دا به څنګه ومنل شي چې یو شخص د سولون په څېر چې عامه قبولیت ته ورسي او په دې هم وتوانېږي چې قوانین په خپله خوښه بدل کړي او د خلکو پر افکارو هم مسلط شي او بیا له دې ټولو څخه د ځان په ګټه ګټنه وکړي. هو، هغه هېڅکله داسې ونه کړل، بلکې پر هغه لار لاړ چې له دواړو لوریو تر نیوکو لاندې راغی او د تورونو پر ککړتیا ککړ شو. هغه خپلې شخصي ګټې د ښار له ګټو قربان کړې.

هماغسې چې ومو ویل، هغه په بشپړه توګه قدرت تر لاسه کړ، خو موخه یې یوازې د وضعیت ښه کول و. د هغه مهال ناسم وضعیت چې په ځلونو یې په خپلو شعرونو کې ورته اشاره کړې ده او ټول هغه لیکواله چې د هغه وضعیت په اړه یې لیکل کړي دي،‌ هم د دې شاهد دي. پر همدې بنسټ پر هغه پورې شوی تور باید جعلي او د حقیقت خلاف وګڼو.

[1]  Seisachtheia (Sisachthie) سولون د هغو پوروړو د ډاډ په پار چې نه یې شول کولای خپل پورونه ادا کړي، هغوی ته پر زیات تخفیف قایل شو او پر دې سربېره هغه قانون یې هم لغوه کړ چې له مخې به یې پیسه دار د خپل پوروړي د خرڅلاو حق درلود. دې قانون ته یې د سیزاکتی نوم ورکړ چې د پوروړیو د بار د لرې کولو یا هم سپک کولو مانا یې درلوده. د هغو ځمکو چې په ګروۍ ورکړل شوې وې، ستونزه هم حل شوه او دا ځمکې خپلو اصلي څښتنانو ته وسپارل شوې او په پایله کې مالدارو خلکو ډېر زیان ولید. (د یونان تاریخ،‌ بهمنش، ۱۲۶مخ).

[2]  د پلوتارک په قول له کونون،‌ کلینیاس او هیپوتیکوس سره (۱۵ فصل، سولون، پلوتارک).

[3]  فانیاس Phanias لیکلي دي چې د سولون ټاکنه له کومې مقدمې پرته نه و،‌ په واقعیت کې سولون دمخه په پټه توګه له مالدارو خلکو سره ژمنه کړې وه چې د هغوی وضعه شويو او عملي کېدونکو مقرراتو ته به قانوني صورت ورکړي او هم یې بېوزلان هیله مند کړي چې د ځمکو د وېش په برخه کې به د هغوی پلوي وکړي.‌  (د نومیاليو خلکو ژوند، پلوتارک،‌ ۲۱ – سولون).‌

[4]  سولون په حقیقت کې واردمخه له خپلو نږدې ملګرو او سلاکارانو لکه کاتون او کلی نیاس سره موضوع شریکه کړې وه او ورته یې ښکاره کړې وه چې له میراثي ځمکو سره کار نه لري، بلکې یوازېنۍ موخه یې د پورونو له منځه وړل دي. یادو دوستانو یې مخکې له دې چې اعلامیه خپره شي، له فرصت څخه په ګټنې پیسې یې پور کړې او میراثي ځمکې یې پرې واخیستې او کله چې اعلامیه خپره شوه، هغه ځمکې چې پېرلې یې وې، له ځان سره یې وساتلې او پورونه یې هم ادا نه کړل. له همدې امله سولون رسوا شو او ناحق تورن هم شو چې په دې معاملو کې یې لاس درلود. خو سولون له خپلو درې زره درهمو پور څخه صرف نظر وکړ او په دې ډول یې له دې تورونو څخه ځان بري کړ. په هر حال (له پورونو څخه د ګټندویان) نوم به تر پایه د هغه پر دوستانو پاتې وي. (د نومیالیو خلکو ژوند، پلوتارک، ۲۵- سلون).

bottom of page