
هجرت الله اختيار
له سولون څخه دمخه عامه ټولنیزه اوضاع
ليکوال: ارستو
پښتو ژباړن: هجرت الله اختيار

(۲)
له سولون څخه دمخه عامه ټولنیزه اوضاع
له دې وروسته هغه دور رارسېږي چې په کې اشراف او عامه خلک د اوږدې مودې لپاره له یو بل سره په مبارزه او جګړه کې وو.
حکومتي نظام په ټوله مانا الیګارشي[1]و، بېوزله، مېرمنې او اولادونه یې د مالدارو غلامان وو چې ورته به یې هکتمر[2] وایه. د دې نومونې دلیل هم دا و چې د هغه تړون له مخې چې دوی له ځمکه والو سره درلود، د ځمکې له حاصل څخه به یې په شپږو حصو کې له یوې حصې څخه زیات نه اخیست.
ټولې ځمکې د یو لږ شمېر خلکو په تصرف کې وې، که چېرې به یو بزګر خپل پور په خپل وخت ادا نه کړ، ځمکه وال به کولای شول چې هغه او اولادونه یې د غلامانو او وینځو په څېر وپلوري. پر همدې بنسټ، دمخه له دې چې سولون د ارکنتۍ (عامه ریاست) مقام ته ورسېږي، د پور په ادا کولو کې د کورنۍ ټول غړي ونډه وال وو.
په واقعیت کې د عامو خلکو لپاره تر ټولو بده شکنجه همدغه د غلامۍ نظام و او همدا د نارضایتۍ بنسټیز عامل هم و. دغه پوړ خلک له هېڅ ډول ټولنیزو حقونو څخه برخمن نه ول.
[1] الیګارشي Oligarchie له یوناني کلمې Oligarkhia څخه اخیستل شوې ده چې Oligo د څو تنو په مانا او arkhe د حکومت په مانا ده. نو الیګارشي هم د څو تنو د حکومت مانا لري. د یو څو خاصو خلکو حکومت، د کورنۍ حکومت. دا ډول حکومت د یو شخص له حکومت یا موناشي څخه وروسته په آتن کې دود شو. د دې حکومت توپیر له آریستوکراسۍ سره دا دی چې په آرستوکراسۍ کې حکومت د ټولو آریستوکراتانو دی او په الیګارشۍ کې یو څو کسه یا هم د آریستوکراتانو کورنۍ پر خلکو حکومت کوي.
[2] هکتمر Hectémores له یوناني کلیمې hektos څخه رغول شوی دی چې د شپږمې په مانا ده. دا طبقه هغه کروندګر خلک وو چې له ځمکه والو څخه به یې په ځمکو کې د کار په بدل کې له شپږو حصو حاصل څخه یوه حصه حاصل اخیست او پاتې پینځه حصې حاصل به یې ځمکه والو ته ورکوه. په همدې خاطر به یې ورته یو – شپږمیان یا هم په عربي مسدسیان) ویل.