top of page

هجرت الله اختيار
تضادونه

تضادونه
ښار وېرېږې چې صحرا راته رانشي
او غر منډې اخيستو ته ودرېدلى
سيند يو شور پر سر اخيستى ور روان دى
د ښار هر واټ تا وا سرې تبې نيولى
***
هغوى رڼا لټوي نه مومي
زه د تيارې په لټون ستړى شومه
زه له ګلاب نه بل ګلاب ته لاړم
هغوى له ستوري بل ته ودانګلې
۱۳۸۹ل، د زمري پينځهويشتمه، د مباركې روژې شپږمه
لغمان، عزیز خان کڅ، الفت كلى
bottom of page