top of page

هجرت الله اختيار
غزل

غزل
دا چې قتلېږم، شور او شر مې نشته
پر خپل وجود دومره باور مې نشته
پرون مې سر درلود، سردار نه ومه
نن چې سردار يمه نو سر مې نشته
لكه چې ښه تاريخ ته ولوېدمه!
كابل مې نشته، پېښور مې نشته
هر ځاى كې يمه، لكه هېڅ چې نه يم
ژبه مې شته؛ خو ژبور مې نشته
عقل او هوش مې هم پردي ښكاريږي
سترګې مې شته دي او نظر مې نشته
چې وخت د منډو و، نو پښې مې نه وې
اوس چې نور الوزي، وزر مې نشته
۱۳۸۹ل، د جدي دولسمه
ننګرهار، جلال آباد
bottom of page